IQNA

د بغلان په پلخمري کې دخداي په کور کې جنایت  او د داعش ټټَر وهل(مقاله)

15:22 - October 14, 2023
د خبر لمبر: 3488105
ایکنا-(کابل) داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د افغانستان په بغلان ولایت کې په پلخمري کې د امام الزمان جومات د هغې بوږنونکي چاودنې مسئولیت په غاړه  اخستی چې پکې  له امله ئې دخدای په درګاه کې سربسجود دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او کابو شپیته نور ټپیان شوي دي.

په وروسیتو میاشتو کې  تکفیری داعشیانو  د افغانستان په مختلفو سیمو په تیره بیا د اهل تشیَع  په مذهبی  ځایونو او دخداي په کور کې  خپلو جنایتونو ته زور ورکړی دی. که څه هم د افغانستان طالبانو  ژمنه ورکړې ده   چې له داعش ترهه ګرې ډلې سره په جدي چلند سره  دافغانستان  د ولس لپاره امنیت تضمینوي ، خو  په افغانستان کې د داعشی جنایتکارو  دحملو دوام  هغه هم د خدای په کور کې ، ښئ چې طالبان نه دي توانیدلي وپه دې باب پخپلو ژمنو عمل وکړي. بل د پام وړ ټکی دا چې  طالبان په دې اند دي ، داعش  په افغانستان کې  لا سترو عملیاتو توان  نه لري، که د طالبانو  دغه  ادعا په نظر کې ونیسو ،نو باید ووایو چې په دغه هیواد کې نوره داسې ترهه ګرې ډلې ټپلې فعالې دي چې  د داعش  په نامې سره  په افغانستان کې د مذهبی جنګ درامینځةکولو  او د درز اونفاق د اچولو په لټه کې دي . د افغانستان  د سیاسی چارو یو کارپوه اکرم عارفي په  دې باب وائي،په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې  دافغانستان نښتې هیڅکله هم مذهبی  نه وې او زیاتره جنګونه قومي  او د قدرت په سر شوي دي.. له دې امله  په افغانستان کې دمذهبی او فرقه پالو نښتو  درامینځةکولو لپاره  هڅه یوه داسې وارداتي مسئله  ده چې   هڅه کوي، له دې لارې په دغه  هیواد کې د فرقه پالو نښتو  لاره هواره کړي.:

 حقیقت هم دا دی چې  دافغانستان ولس تل پخپلو کې سره ګډ سوله ایز ژوند کړی دی  او د قومي اوسیاسی جنګ موضوع  هم  پر دوي د خينو انحصار غواړو بهیرونو  له خوا ورباندې تپل شوې ده . په حقیقت کې د افغانستان ولس په عمل کې ښودلې ده چې  سوله غواړی خلک  دي او که ځیني بهیرونه هم  له سیاسی او پومي پالنې  لاس واخلي او د سیاسی اتحاد په پیاوړتیا سره  له ملی پیوستون سره مرسته وکړي،نو  هیڅ یوه ترهه ګره ډ له به په پریکنده توګه د افغانستان  امنیت ته د  تاوان رسولو  جراءت ونه کړي.

د ناکراریو په سیوري کې  له بهر سره اړونده او تالی څټي  جنایتکاران  هم د خپلو جنایتکارو موخو د پرمخ بیولولپاره  ګټه پورته کوي، ځکه دوي هم د جنایتونو د دوام له لارې  خپل سپیر ژوند  ته دوام ورکوي. د سیاسی چارو یو بل کارپوه او شناندی اسدا... بشیر هم په دې باب  وائي، د افغانستان ولس هغه که اهل تشیَع دي او که اهل تسنن ، تل ئې دیوه بل  ترڅنګ ښه ژوند کړی دی، په همدې دلیل په دغه هیواد کې د فرقه بال جنګ د رامینځةکولو لپاره هڅو  تل ماته خوړلې ده .په عین حال کې  جنایتکاران د اهل تشیّع پر مذهبی ځایونو په تیره بیا په جوماتونو باندې  به حملو سره  هڅه کوي،وبریښوي چې په دې لارې کې ناامید شوي نه دي ،البته د افغانستان ولس  په عمل کې ښودلې ده چې ددغو جنایتکارو په لومې کې به ښکیل نشی  او په ملی او مذهبی پیوستون سره  جنایتکار ترهه ګر ناکاموي.

په هرحال شک نشته چې طالبان د افغانستان د واکوالانو به توګه باید ددغه هیواد دملی امنیت د پیاوړتیا لباره لازیاته هڅه وکړي ، جوماتونو او مذهبی ځایونو باندې حمله یوه داسې موضوع ده چې تل  د  جنایتکارو او ترهه ګرو له خوا تعقیبیږي ، خو د لمونځ ګوزارو  دامنیت په ساتلو کې د طالبانو بې وسي او ناکامي دومره آسانه موضوع  نه ده چې طالبان ئې  کم اهمیّته وبریښوي . ځکه له یوه پلوه  د  هغو ترهه ګرو ډلو ټپلو په پيزواني کولو کې  د طالبانو بې وسي  ښئ  چې  په مختلفو نامو سره جنایتونه کوي او له بل پلوه  ځیني ټولنې   دا احتمال چې  طالبان هم په افغانستان کې له ناکرارو حالاتو ګټه پورته  کوي، نه ردوي.دا لامل کیږی،څو په افغانستان کې د طالبانو دحکمرانۍ څرنګوالی  له جدي شکونو سره مخاخ کیږی او په عین حال کې،افغانستان ته د بیرته ستنیدا لپاره  د دغه هیواد په امنیتی چارو کې  د امریکا د بیرته دخالت لپاره  شرائط برابروي

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139938

captcha